د نیمروز ښار د پنځمې ناحیې د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي لپاره تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۱
نیمروز ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني په لارښوونه، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زرنج ښار د پنځمې ناحیې له ساحې څخه د ښاري تخلفاتـو د مخنیوي په موخه لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د تخنیکي ټیم د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده ساحه کې یو شمېر ودانیز کارونه روان دي، چې د ښاروالۍ له‌خوا یې د کار جواز ترلاسه کړی، خو د نقشې او تخنیکي پلان نشتوالی د ښار جوړونې له اصولو سره په ټکر کې دی. له همدې امله، یاده ودانۍ د ښاري تخلف په توګه وپېژندل شوه.

د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار وکړ چې ټول ساختماني فعالیتونه باید د تصویب شوې نقشې، ښاري پلان او تخنیکي معیارونو له مخې ترسره شي، او له غیرقانوني ودانیو څخه باید جدي مخنیوی وشي، تر څو د ښار د ښکلا او نظم ساتنه یقیني شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ځانګړې څارونکې ډلې فعالې کړې دي، څو د ښارونو د منظم پرمختګ، د ودانیو د کیفیت، او د ښاري نظم د ټینګښت لپاره دوامداره څارنه ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

په اجرستان او مالستان ولسوالیو کې د اوبو د تنظیم ۱۳ پروژې بشپړې شوې

 

۱۴۴۷/۰۵/۲۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست او اړونده ادارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

د نیمروز ښار د پنځمې ناحیې د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي لپاره تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

په غزني کې د زراعت پوهنتون د هنګر او فارم ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني پوهنتون د زراعت پوهنځي اړوند د هنګر لیلیې او څېړنیز فارم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت