د نیمروز په زرنج ښار کې د ښاري پلانونو د ساحو د ارزونې بهیر دوام لري او یو لړ سرغړونې موندل شوې دي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۴۲
نیمروز ولایت

۱۴۴۷/۹/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم په نیمروز ولایت کې خپلو هڅو او فعالیتونو په دوام کې، یو لړ سرغړونې موندلې او د مخنیوي هڅې یې پیل کړي دي.

د موندنو په ترڅ کې معلومه شوې چې ځینې کورونه په خدماتي ساحو او ان د دوه طرفه سړک پر مسیر جوړ شوي او ټاکل شوی سړک د استوګنیزو کورونو په ساحه بدل شوی.

دغه راز، یو شمېر استوګنیزې نمرې د ښاروالۍ له لوري په قراردادونو سره سوداګریزو هټیو ته اوښتي او رغنیزې چارې یې روانې دي.

سربېره پر دې، ورزشي سټېډیوم د شنو او خدماتي ساحو په محدوده کې موقعیت لري او ځینې تفریحي شنې ساحې په استوګنیزو کورونو بدلې شوې دي.

په ټوله کې، د زرنج ښار په دواړو منظور شوو پلانونو کې د شنو، تفریحي او خدماتي فضاوو لویه برخه استوګنیزو کورونو، تجارتي ودانیو، دولتي تاسیساتو او نورو فعالیتونو ته بدل شوي دي.

دا بهیر نه یوازې د ښار شنې او عامه تفریحي فضاوې کموي، بلکې د ښاري نظم، چاپېریالي توازن او راتلونکي انکشافي جوړښت ته هم جدي زیان اړوي.

یاد تخنیکي پلاوی به خپلې موندنې او وړاندیزونه د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم مقام سره شریکې کړي، څو د قانوني اقداماتو او لازمو اصلاحاتو په اړه اړین صمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو د څار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو له روانو فعالیتونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له روانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۱
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د لومړۍ ناحیې د سوداګریزمارکېټ له ودانیزو چارو څرانه وشوه

1447/10/10

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سوداګریز مارکېټ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت