د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ کې د یو مسجد شریف له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۱۴
نیمروز

۱۴۴۷/۴/۲۱

نیمروز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د څارنې تخنیکي ټیم یې د خاشرود ولسوالۍ په کوتلک - منار سیمه کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي یاسیني وایي، دغه څارنه د ولایت محترم مقام د شفاهي لارښوونې پر بنسټ ترسره شوه، چې د ټولګټو ریاست او د قراردادي شرکت محترمو استازو هم په کې ګډون درلود.

نوموړی وایي، دمګړۍ د یاد مسجد شریف لپاره د ستنو  په کانکرېټ اچولو، د ښځینه برخې په مسجد شریف کې د چت قالب ترلو، د مخکینیو زینو بنسټ لپاره د ډبرو اېښودلو، د سپټیک څاه ګانو کانکریټ اچولو، د سیخانو پرې کول او برش کول، او د ستنو، رینګونو، سپټیک او نورو برخو ته اوبه ورکولو لړۍ دوام لري.

د ستونزو برخه کې، محترم مولوي یاسیني زیاتوي چې د کار کوونکو او تخنیکي پرسونل، خښتو، جغل او شږو کمښت وو، نو قراردادي شرکت مکلف کړل شو چې ژر تر ژره شته ستونزې حل کړي.

دغه راز، یې د قالبونو تختې زړې او پړسېدلې وې، د کانکرېټ مکسر یې کوچنی چې باید د لوړ ظرفیت شي او د اسنادو رسونې لپاره باید یو رسمي استازی ولري.

د کور او ښار جوړولو ریاست، د دې پروژې د پرمختګ لپاره د ټولو اړوندو اړخونو له همکارۍ مننه کوي او له قراردادي شرکت څخه غواړي چې یادې سپارښتنې ژر تر ژره عملي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت