د نوي افغان پترولیم شرکت د تېلو د ستونزې د حل په اړه ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۱:۱۸
ll
۱۴۴۴/۰۱/۰۵ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ او د چارو ادارې، سوداګرۍ وزارت، د نفت او ګازو دولتي شرکت او د نوي افغان پترولیم شرکت د استازو په ګډون د نوي افغان پترولیم شرکت د تېلو د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه. دغه ناسته د ریاست الوزرا محترم مقام د (۱۴۴۳/۱۲/۲۰) نیټې د(۴۳۲) نمبر فرمان پر اساس دایره شوه، ترڅو د یاد شرکت د تېلو په اړه ارزونه او تفکیک وکړي. لومړی د نوي افغان پترولیم شرکت استازو د خپل شرکت د فعالیت پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او په دې تړاو یې خپل اسناد او مدارک شریک کړل. ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني خبرې وکړې او د شته ستونزو د حل په موخه یې د لا زیاتو اسنادو او مدارکو غوښتنه وکړه، تر څو یاده موضوع په هر اړخیزه توګه و څیړل شي او بیا وروستی تصمیم ونیول شي. په دغه ناسته کې پر دې تصمیم ونیول شو چې د اسنادو هر اړخیزې څېړنې او مطالعې وروسته به په راتلونکې ناسته کې وروستۍ پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت