د نورستان ښارجوړولو ریاست اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۷:۴۳
نورستان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د نورستان ولایت په مرکز پارون ښارکې د دې ولایت د ښارجوړولو ریاست اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

دا دوه پوړیزه اداري ودانۍ په ۲۱۸ متر مربع ځمکه کې، چې ۱ کنفرانس خونه، ۱۱ کاري دفترونه، دوه پخلنځي او ۷ عصري تشنابونه لري د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړه شوې ده.

 ښارجوړولو او ځمکو وزارت په ولایاتو کې خپلو اداري واحدونو ته د ودانیو په جوړولو سره، د دې ترڅنګ چې اداري کارکوونکو ته مناسب کاري چاپریال برابروي ترڅنګ یې د ښارجوړولو او ځمکو په برخه کې د ملي برنامو تطبیق ته هم زمینه مساعدوي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت