د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه
۱۴۴۸/۱/۵
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د چاپېریال ساتنې ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو پرمختګ، د کار کیفیت او د تخنیکي معیارونو رعایت و ارزول شو.
د ارزونې له مخې، روانې چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او ټاکل شویو معیارونو سره سمې پر مخ روانې دي.
همداراز د پروژې د لا ښه تطبیق او معیاري بشپړېدو په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې، ترڅو پروژه په ټاکلي وخت او مطلوب کیفیت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
