د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالی د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۶:۱۰
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ننګرهار والي سره په لیدنه کې د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالی د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ښارګوټي جوړول یې د وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې د یاد ښارګوټي په جوړېدو سره به د ښوونکو د کور نشتون ستونزه حل شي.

ورپسې د ننګرهار والي محترم شاه محمود میاه خیل د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزه همکارۍ مننه وکړه و زیاته یې کړه چې د پلان په تطبیق سره به د رودات ولسوالۍ د ښوونکو د مېشتېدو هیله پوره شي.

د رودات ولسوالۍ د ښوونکو تفصیلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا د پوهنې وزارت په مرسته ترتیب شوی چې په دې پلان کې ۱۹۱۷ استوګنیزې نمرې، ۱۱ استوګنیز بلاکونه، ۲۲ مارکیټونه، ۵ جوماتونه، ۲ ښوونځي، ۲ وړکتونونه، ۱ کلینیک، ۱ هوټل، ۴ تفریحي پارکونه، ۵ د برېښنا شبکې، ۵ لوبغالي او یو کتابتون، شنې، عامه او تجارتي سیمې په کې شامل دي.

په پام کې ده چې یاد ښارګوټی په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستیو کې د ښوونکو ۱۰۳ ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړي چې په تطبیق سره به یې نږدې ۱۰۰ زره ښوونکو ته د استوګنې زمینه برابره شي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندو تخنیکي ټيم د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت