د میدان ښار روغتون او د توپ د دښتې روغتیایي کلینیکونه و څارل شول

۱۴۴۶/۷/۱۳
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د میدان ښار د کرونا روغتون د پایوازانو د تم خونې او توپ د دښتې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، په مرکزي روغتون کې ځيني ستونزې موجود وې او د توپ د دښتې د روغتون د خونو، دیوالونه، تشنابونه او نورې ودانیزې چارې بشپړې شوې دي.
نوموړي وویل، یادې دواړه پروژې د عامې روغتیا وزارت اړوند دي، چې د کور او ښار جوړولو ریاست د دواړو پروژو تخنیکي اسناد غوښتي ول.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق تر سره شي.