د مسکن ملي پروګرام

sakina_admin
Housing

Due

-

د مسکن ملي پروګرام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو له مهمو انکشافي برنامو څخه ده چې کم عاید لرونکو، متوسط عاید لرونکو او ډير عاید لرونکو ته د مېشتېدو مناسبه زمينه برابروي.

د دې اوږد مهالې ملي برنامې له عملي کېدو سره به ښوونکو، دولتي مامورینو، متقاعدینو، د هېواد امنیتي او دفاعي سرتیرو د شهیدانو کورنيو، بېرته راستنېدونکو، کورنیو بې ځايه شویو، کوچیانو او د ټولنې ټولو وګړو ته د مېشتېدو مناسب ځایونه برابر شي. د دې ټولو پروګرامونو د عملي کېدو لپاره وجهي صندوق رامنځ‌ته شوی چې له بېلابېلو سرچینو به تمویل شي.

له نېکه‌ مرغه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هڅو د مسکن ملي پالیسي اوسني او راتلونکي وضعيت او د سرپناه اړتیا ته په کتو ترتیب شوې، چې د ښاري پراختیايي عالي شورا په جلسه کې له وړاندې کېدو وروسته د هېواد جلالتماب جمهور رئيس له‌خوا تصویب شوه.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new