د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا مرستیال د کارونو پر چټکتیا ټینګار وکړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۱:۱۴
معینیت امور مسکن

۱۴۴۶/۸/۲۳

د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په خپل کاري دفتر کې د اړوند ریاستونو له رئیسانو او مسؤلینو سره وکتل.

په ناسته کې د دې معینیت اړوند رئیسانو د خپلو تیرو کارونو په تړاو معلومات وړاندې کړل، نظرونه یې شریک کړل او خپلې ستونزې یې شریکې کړې.

ور پسې د مسکن، ساختماني چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز کارونه جمع بندي کړل او د ریاستونو د کارونو ستاینه یې وکړه.

نوموړي وویل، د ریاستونو له کاري کړنو ښکاري چې زموږ همکارانو په جدیت اورښتنې توګه کار کړی چې داسې کړنې موږ د پرمختګ په لور بیایي.

ښاغلي فائز د کار حجم ته په کتو د لومړیتوبو پر ټاکلو، د نورو ادارو د غوښتنو په ترسره کولو او په چارو کې په ځنډ نه رامنځته کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت