د متحده عرب اماراتو ښارګوټي ستونزې به ډېر ژر حل شي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۴:۲
dfbsw

۱۴۴۳/۱۰/۲۴

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د کابل قصبې سیمه کې د متحده عرب اماراتو ښارګوټي له اوسېدونکو سره وکتل او د دغه ښارګوټو پر ستونزو او حل لارو یې خبرې وکړې.

په ناسته کې د متحده عرب اماراتو ښارګوټي اوسېدونکو د تخنیکي ستونزو سربېره د منظم لوبغالي، روغتیایي کلېنیک، ښوونځي، د څښلو اوبو، شنې ساحې او نورو اسانتیاو له کمښت شکایت وکړ او ټینګار یې وکړ چې یاد بلاکونه د متحده عرب اماراتو لخوا په بلاعوضه توګه جوړ شوي، خو مخکیني دولت دوی ته په اوږدمهاله قسطونو ورکړې دي چې دوی په دې برخه کې د پاتې پیسو د معافیت غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمدالله نعماني د یاد ښارګوټي اوسېدونکو ته یادونه وکړه، چې وزارت یې دنده لري تر څو د ښارګوټو فني او تخنیکي ستونزو ته رسېدنه وکړي او د حل برخه کې یې لازم اقدامات وکړي.

ښاغلي مولوي نعماني زیاته کړه وزارت به یې د قانون سره سم د متحده عرب اماراتو د ښارګوټي اوسېدونکو ستونزو د حل برخه کې ګامونه پورته کړي او په دغه برخه کې به ټولې اړوندې ادارې په جریان کې واچوي.

وزیر مولوي حمدالله نعماني راغلو کسانو ته وویل، چې د پاتې پیسو د معافیت موضوع د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له صلاحیت پورته خبره ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت