د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ د اړوندو ریاستونو ترمنځ ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۵۳
معینیت مالی و اداری

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د دغه معینیت اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې، بحث وشو، چې څنګه کېدای شي د ریاستونو ترمنځ د چارو په ترسره کولو کې بشپړه همکاري او همغږي رامنځته شي او چارې له ستونزو پرته ترسره شي.

ښاغلي مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، لازمه ده، چې په ډیپو کې شته جنسونه معلوم شي، چې څه شته او څه نشته تر څو یې په چمتو کولو او وېش کې ستونزې ختمې شي.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال وویل، ترانسپورت برخه دې هم کیفیت او کمیت په پام کې ونیسي، د موټرو د ترمیم اړتیا او په وخت اقدامات دې لازم وګڼي.

د نوموړي په خبرو کې دا هم وه، چې باید د ځینو تخنیکي ریاستونو لپاره د انجنیرۍ اړوند وسایل او تجهیزات برابر شي، تر څو د هغوی ستونزې حل شي.

محترم خروټي ټینګار وکړ، چې په تدارکاتي او اداري او نورو ټولو برخو کې دې د فساد مخنیوي لپاره تدابیر لا نور هم جدي شي او ټولې هغه لارې چارې دې په پام کې ونیول شي، چې له مخې یې فساد سره کلکه مبارزه کېدای شي.

هغه وویل، د اړتیا وړ توکو په رانیولو کې دې اړوند شرکتونو څخه ژمنه واخیستل شي، په چې په لنډ وخت او ښه کیفیت کې غوښتل شوي توکي وزارت ته تسلیم کړي.

په ناسته کې حاضرو مسؤلینو ومنله چې ټول موارد به په پام کې نیسي او د په ترسره کېدو کې به یې جدي اقدامات کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت