د لغمان پوهنتون د احاطوي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۱۱
لغمان

۱۴۴۷/۷/۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د لغمان پوهنتون د متباقي ساحې د احاطوي دیوال د سنګ‌کارۍ پر سر د خښت‌کارۍ د پروژې څخه ساحوي لیدنه تر سره کړه.

د لیدنې پر مهال په پروژه کې بېلابېلې ودانیزې چارې په منظم ډول روانې وې، چې پکې د ګریډ بیم سیخ ‌بندي او کانکریټ اچونې، د خښت ‌کارۍ او د تر سره شوې خښت‌کارۍ پلستر، او همدارنګه د خښت ‌کارۍ پر سر د قالب ‌بندۍ کارونه شامل وو.

ښاغلي رئیس وویل، د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې د هرې برخې اړوند مسوولینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وړاندې شوې او ورته ټینګار وشو، چې ټولې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي احجامو مطابق په معیاري ډول تر سره کړي.

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د کیفیت او شفافیت په موخه د دوامدارې څارنې پر ژمنتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت