د قالین اوبدونکو ښارګوتو د پروژې پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو ارزونه وشوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۱۴:۳۵
sfgdg

1443/09/25

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د خپل کار په دفتر کې د قالین اوبدونکو ټولنې له غړو سره وکتل او د دوی د ستونزو او ننګونو د حل او د پروژې د پیل په اړه یې خبرې وکړې.

لومړی د قالین اوبدونکو ټولنې غړو د قالینو د صنعتي ښارګوټو پر وړ اندې د شته ستونزو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او خپل وړاندیزونه یې واورول.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د یادو ښارګوټو د اهمیت او د هغې د ودې او پراختیا په اړه خبرې وکړې.

نوموړي دغه ډول پروژې د فقر او بې روزګارۍ په له منځه وړلو کې مهمې یادې کړې چې وزارت یې د پیلولو لپاره لېوالتیا لري.

محترم مولوي حمدالله نعماني د قالین اوبدونکو ټولنې غړو ته لارښوونه وکړه چې یوه ګډه کمېټه دې جوړه کړي او د یادو پروژو پورې اړوندې ټولې ستونزې او ننګونې دې په ګوته کړي چې د حل لپاره یې وزارت لاس په کار شي او د یوې جامعې طرحې له مخې یې  د پیلولو چارې پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت