د فراه ښار په څلورمه او پنځمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۱:۳۸
فراه

۱۴۴۷/۱۲/۰۳

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د رسېدګۍ تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار د څلورمې او پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې د روانو ودانیزو چارو تخنیکي نظارت ترسره شو.

یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوې، څو د تفصیلي پلانونو خلاف، له منظور شوې نقشې او قانوني جواز پرته د غیرمعیاري ودانیزو چارو مخه ونیول شي او ښاري نظم خوندي وساتل شي.

د نظارت پر مهال تخنیکي ټیم بېلابېلې ساحې له نږدې وکتلې او د ودانیو مالکینو، قراردادیانو او جوړوونکو ته یې د تخنیکي اصولو، منظور شوو نقشو او ښاري معیارونو د رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

 همدارنګه ټینګار وشو، هغه ودانیز فعالیتونه چې له قانوني مراحلو پرته او د ښاري اصولو خلاف ترسره کېږي، ښاري سرغړونه بلل کېږي او قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې وړ ده، چې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د قانون د حاکمیت په موخه به دغه ډول تخنیکي څارنې دوام ولري، څو ټولې ودانیزې چارې د منظور شوو نقشو او نافذه اصولو مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت