د فراه ولایت مرکز باغ پل سیمه کې د ترکاري پلورونکو مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۸:۵۶
فراه

۱۴۴۸/۳/۱۳

د فراه ولایت د مرکز اړوند د باغ پل په سیمه کې د ترکاري پلورونکو مارکېټ له ودانیزو چارو له بهیر څخه د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د ترسره شوو ودانیزو چارو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه وشوه او د ودانیزو کارونو کیفیت، د چارو د تطبیق څرنګوالی، د منظور شوو نقشو پلي کېدل او د انجنیري اصولو مراعاتول وکتل شول.

همدارنګه، د پروژې مسؤلینو ته د ودانیزو چارو د کیفیت د لا ښه والي او د پاتې کارونو د معیاري ترسره کولو په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د ترکاري پلورونکو مارکېټ پروژه د شخصي پانګې په لګښت رغول کېږي او تر اوسه یې ودانیزې چارې شاوخوا ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د پروژې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې پاتې ساختماني چارې د منظور شوو نقشو، انجنیري اصولو، تخنیکي معیارونو او اړوندو مقرراتو مطابق بشپړې کړي، څو مارکېټ په معیاري ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت