د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۴۲۷۷ استوګنیزې نمرې تنظیم او تائید شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۳۰
فراه

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول لاسلیک شو.

یاد اصلاحي پلان د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، د ښاري خدمتونو د منظم تنظیم او د استوګنیزو سیمو د معیاري پراختیا په موخه ترتیب شوی، چې د پلي کېدو له لارې به زرګونو کورنیو ته د مناسبې سرپناه او بنسټیزو ښاري اسانتیاوو د برابرولو زمینه برابره شي.

د پلان له مخې، د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۴۲۷۷ استوګنیزې نمرې تنظیم او په پام کې نیول شوې دي.

 په دغه پلان کې د استوګنیزو ساحو تر څنګ د سړکونو شبکې، عامه تاسیساتو، شنو ساحو، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو ښاري اسانتیاوو لپاره هم مناسبې ساحې ځانګړې شوې دي.

تمه کېږي چې د یاد اصلاحي پلان په پلي کېدو سره به د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټی په یوه منظم او معیاري استوګنیز ښارګوټي بدل شي او د راستنېدونکو کورنیو د مېشتېدنې لپاره به لا غوره شرایط رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت