د فراه ولايت په غير پلاني سيمو کې له ۱۲ زرو زيات کورونه سروې او ثبت شول
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت برنامې په دوام په فراه ښار کې ۱۲۰۱۴ کورونه سروې او ثبت کړي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر پايه د کابل، مزار شريف، هرات، کندهار، جلالاباد، فراه، باميان او نيلي ښارونو غیر رسمي سیمو کې جوړو شويو ۲۰۰ زرو کورونو ته د ملکيت سندونه وويشي.