د غزني ښار د معیاري پراختیا په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۵:۴۹
picture

29/5/1445

د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعاني په خپل کاري دفتر کې د غزني له محترم ښاروال مولوي محمد نبي حمزه سره وکتل.

په دغه کتنه کې، لومړی د غزني محترم ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ته د غزني ښار پراختیا اړتیا، شته ستونزو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، د غزني ښار اساسي پراختیا ته اړتیا لري، چې په خبره یې دغه برخه کې  د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي او مسلکي ټیم کولای شي د غزني له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د یاد ښار لپاره د پراختیا او د غیر پلاني سیمو لپاره بېلا بېل پلانونه جوړ کړي.

دغه راز، د غزني ښاروال وویل، په غزني ولایت کې د علي لالا ښارګوټي د کانالېزاسیون د اساسي نقشې جوړولو په برخه کې هم د کور او ښار جوړولو وزارت د مجربو انجنیرانو مرستې ته اړتیا لیدل کېږي.

په کتنه کې، د کور او ښار حوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د غزني محترم ښاروال ته په خطاب کې وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو دولتي ادارو سره همکار پاتې شوی او دې چارې ته به دوام ورکوي.

ښاغلي نعماني، لارښوونه وکړه چې څنګه کېدای شي د غزني ښاروالي په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو وزارت له انجنیرانو سره همغږي وکړي تر څو سیمه له نږدې وګوري، ارزونه یې وکړي او د یوې اساسي او مناسبې نقشې په جوړولو کې په ګډه کار وکړي.

نوموړي د غزني ښاروال ته ډاډ ورکړ، چې د ښار په معیاري پراختیا کې به ورسره تر ډېره کچه همکاري وکړي او بېلا بېلې لارې چارې به ورته په ګوته کړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت