د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د جرجرک کلي د پلچک پروژې څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۷
سرپل

۱۴۴۷/۷/۴

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د کوهستانات ولسوالۍ د جرجرک کلي د پلچک د پروژې د اجرايي چارو څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پلچک د تهدابونو ډبرې او د پل د سر ځینې برخو د وتلو اړخونه بشپړ شوي دي، چې د نقشې د غوښتنې سره سم باید په مایل بڼه ترسره شوي وی، خو د ناظر انجینر او اړوند سکتور د لارښوونې له مخې په عمودي بڼه عملي شوی دی.

همدارنګه، د پلچک د رینګونو او سلب قالب ‌بندي او سیخ‌ بندي بشپړ شوې او پروژه د کانکریټ‌ اچونې لپاره چمتو ده، چې قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د هوا د مناسبو شرایطو سره سره، د کانکریټ پر مهال د یخ ضد مواد وکاروي او د کانکریټ تر اچولو وروسته لازم تدابیر هم په پام کې ونیسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زیربنایي او پراختیايي پروژو د معیاري تطبیق، د ودانیزو معیارونو د مراعات او د کیفیت د تضمین په موخه د پروژو تخنیکي څارنه ترسره کوي، تر څو ټولې پروژې د منظور شوو نقشو، تخنیکي اصولو او نافذه مقرراتو سره سم عملي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت