د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اداري ودانۍ ورغول شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
دا اداري ودانۍ په ۳۶۴ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۸ ميلیونه ۹۹۵ زره افغانيو ورغول شوه.
د دې ودانۍ په جوړولو سره به د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارې لا ګړندۍ شي او د ياد رياست کارکوونکو ته به د کار لپاره ارام چاپيريال برابر شي.