د زابل ولایت په مرکزي روغتون کې د نويو تعمیرونو د ودانیزو چارو لومړني کارونه پیل شول
۱۴۴۷/۱۱/۰۳
د زابل ولایت د مرکزي روغتون په انګړ کې د نويو بسترونو د ودانیزو تعمیرونو د جوړولو لپاره، د ساحې تر تثبیت او ټاکلو وروسته، د لومړنیو ودانیزو چارو لړۍ پیل شوې ده.
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ساحې د چمتووالي په موخه د کندن کارۍ لپاره د اضافي خاورې د ایستلو چارې روانې دي، همدارنګه ټاکل شوې ده چې د خاورې یوه اندازه نمونه د لابراتواري ازموینو لپاره واستول شي، څو د ودانیزو چارو لپاره د ځمکې تخنیکي وضعیت په دقیق ډول وارزول شي.
دغه پروژه د روغتیايي زیربناوو د پیاوړتیا او د ناروغانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به د زابل ولایت د اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت ټیم ټینګار کوي، چې د پروژې ټولې چارې باید د منظور شوې نقشې، تخنیکي اسنادو او ملي معیارونو سره سم پرمخ یوړل شي، څو پروژه په لوړ کیفیت او معیاري ډول بشپړه شي.
