د زابل ولایت د شاه ‌جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۲۳
زابل

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د شاه‌ جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د کاري پلان له مخې ترسره شوې، چې په ترڅ کې د بازار اړوند ۱۸۷۵ جریبه ځمکه په تخنیکي او معیاري ډول سروې او اندازه شوه.

د دې سروې موخه د سیمې د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول، د ښاري پلانونو د ترتیب لپاره د لازمې زمینې برابرول، د ځمکو د مساحتونو تثبیت او د راتلونکو پراختیایي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د کره معلوماتو چمتو کول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو کاري پلانونو له مخې د توپوګرافۍ سروې او تخنیکي ارزونې چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت