د زابل ولایت د اطغر او شملزو ولسوالیو د اداري ودانیو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
۱۴۴۸/۲/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکي ټیم تر څار لاندې د اطغر او شملزو ولسوالیو د اداري ودانیو رغنیزې چارې بشپړې او یادې پروژې په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پروژې د سپارلو په موخه، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دواړو اداري ودانیو ساحوي ارزونه ترسره کړه.
د ارزونې پر مهال، د ودانیو چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجمونو له لېست او ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره پرتله او وکتل شوې.
د تخنیکي ارزونې له مخې، هره اداري ودانۍ اته اداري خونې، پخلنځی او نور اړین ملحقات لري او ټولې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي ځانګړتیاوو سره سمې بشپړې شوې دي.
د یادو ودانیو په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د ولسوالیو د ادارو لپاره مناسب کاري چاپېریال رامنځته شي، د عامه خدمتونو د وړاندې کولو بهیر به لا اغېزمن شي او د سیمې اوسېدونکو ته به غوره اداري اسانتیاوې برابرې شي.
