د دولتي ځمکو بانک پروګرام

sakina_admin
بانک زمین

Due

-

د دولتي ځمکو د بانک پروګرام د دولتي ځمکو او د دولت تر استفادې لاندې د عامه ملکیتونو د ثبت او سروې په موخه جوړه شوې.

د دې ملي او انکشافي برنامې له تطبیق سره به د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي، د دولت پراختيايي او اقتصادي پلان جوړونې او د هغې تطبيق ته د زمينې برابرولو، د ټولګټو او زيربنایي پروژو عملي کېدو، خصوصي سکتور ته د ځمکو په اجاره ورکولو، بیرته راستنېدونکو او بې ځایه شویو کډوالو، کوچیانو او د هېواد امنیتي او دفاعي سرتیرو د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو ویشلو په برخه کې خپلو اهدافو ته ورسيږو.

د دولتي ځمکو بانک برنامې عملي کار د ۱۳۹۷  لمریز کال په حمل مياشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د ۶۶ ګڼې حکم پر بنسټ ۸/۱/۱۳۹۷  کال د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې پیل شو او د یوه کال په موده کې لږترلږه څلور میلیونه جریبه دولتي ځمکه او املاک سروې، نقشه او د ځمکې په بانک کې ثبت شوي.

د ځمکې په بانک کې تر اوسه د دولتي ثبت شویو ځمکو له ډلې ۱۷ زره دولتي ځمکه د دولت د ټولګټو پروژو تطبیق ته او ۱۲۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه د بیرته راستنېدونکو او بې ځایه شویو کډوالو او د هېواد امنیتي او دفاعي سرتیرو د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې شوې ده.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new