د دوشي – باميان د ۲۲۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا د لېږد لپاره د پايو د نصب شاوخوا ۲۰۰ محلونو د مالکيت حق تثبيت شوی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۰:۸
بغلان

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د دوشي – باميان د ۲۲۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا د ۲۱۱ پايو د نصب محلونو د مالکيت حق د تثبيت او ارزښت ټاکنې چارې بشپړې کړې.

له دې ډلې څخه ۱۹۸ محلونه په دولتي او ۱۳ نور يې په شخصي ځمکه کې تثبيت شوي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بغلان کې د دوشي ـ باميان د ۲۲۰ کيلو ولټه برېښنا د مسير جايدادونو د مالکيت حق د تثبيت چارې بشپړې کړي او دا لړۍ د باميان په مربوطاتو کې هم په چټکۍ سره پرمخ روانه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت