د ده غوچک او بالاکوه تاریخي سیمو د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې بشپړې شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۲
ده غوچک

۱۴۴۸/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د لرغونو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د ده غوچک او بالاکوه تاریخي سیمو د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې بشپړې کړې.

د دې سروې په بهیر کې د سیمې تاریخي او فرهنګي جوړښت، تاریخي ابدې، د ځمکې کارونه، کوڅې، سړکونه او نور مهم ښاري عناصر پېژندل، تثبیت او مستند شوي دي. همدارنګه، د مهمو عناصرو جغرافیایي موقعیتونه د جي‌ پي ‌اېس له لارې ثبت، تخنیکي عکسونه اخیستل او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د پوښتنلیکونو له وېش او حضوري مرکو څخه د سیمې د تاریخي مخینې او اوسني وضعیت په اړه معلومات راټول شوي دي.

راټول شوي معلومات به د سیمې د اوسني وضعیت د دقیق تحلیل، د تخصصي او علمي نقشو د ترتیب او د تاریخي سیمې د ساتنې، احیا او دوامدار مدیریت لپاره د بنسټ په توګه وکارول شي.

د لرغونو ښارونو د ساتنې ریاست د کاري پلان له مخې، له دې وروسته به د کابل ښار د دویمې ناحیې په مرادخاني تاریخي سیمه کې هم ورته سروې او ساحوي مطالعات ترسره شي، څو د تاریخي او فرهنګي میراثونو د منظم ثبت، مستندسازۍ او ساتنې لپاره اړین معلومات برابر شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د ده غوچک او بالاکوه تاریخي سیمو د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د لرغونو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د ده غوچک او بالاکوه تاریخي سیمو د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې بشپړې کړې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د موقتي هټیو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د اکادمیکې ساحې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۵
Background image

په سرپل پوهنتون کې د ساختماني پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۰

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د سرپل پوهنتون د سړکونو د کانکریټ‌ اچونې او د انګړ د کیندنې، ډکولو او هوارولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت