د خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون د استادانو او کارکوونکو لپاره د ښارګوټي د جوړولو تفصیلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۳:۹
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د شیخ زاهد پوهنتون د استادانو سره په کتنه کې د خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون د استادانو او کارکوونکو لپاره د ښارګوټي د جوړولو تفصیلي پلان منظور کړ.

د دې ښارګوټي په تفصیلي پلان کې ټول اړین اسانتیاوې لکه استوګنیزې، تجارتي، شنې، تفریحي او خدماتي سیمې، سړکونه، پلې لارې، مسجدونه، ښوونځي، کلینیکونه، وړکتون، اجتماعي ساحې، کتابتون، بانک او د موټرو تم ځای ځانګړي شوي او په پام کې ده چې یاد ښارګوټي په ۲۰۹ جریبه ځمکه کې جوړ شي.  

د ویلو ده چې په تېرو درې میاشتو کې ۲۵ پراختیايي پلانونه (۸ تفصيلي پلانونه، ۱۰ ستراتیژیک پلانونه، ۲ منطقوي پلانونه او ۵ د بهسازۍ پلانونه) د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له لوري منظور شوي چې په تطبیق سره به یې څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته د استوګنې زمینه برابره شي، ښارونه او ولسوالۍ به په منظمه توګه وده وکړي او غیر رسمي او غیر پلاني سیمې به په ښو استوګنیزو سیمو بدلې شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د تنظیم او مدیریت او ښاری پراختیا له لاري، د ټولګټو پروژو او د حکومت پراختیايي او اقتصادي پالیسیو او پلانګذاریو د تطبیق لپاره د دولتي ځمکو څخه د سمې او معقوله استفادې چې پایله یې د خلکو هوساینه او اقتصادي وده ده، زمینه برابروي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د اماراتو په استوګنیز ښارګوټي کې د جامع جومات د جوړولو چارې د تخنیکي ټیم له لوري وڅارل شوې

۱۴۴۸/۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۲:۲۸
Background image

په کندهار کې د جامع عمر مسجد شریف ودانیزې چارې به ډیر ژر بشپړې شي

۱۴۴۸/۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کندهار ښار د حضرت عمر (رض) جامع جومات د ځینو برخو د جوړولو او پاتې ساختماني چارو د بهیر څارنه او ارزونه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

په پروان ولایت کې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د ټاکلو توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په مرکز کې د پوهنتون له درې‌لارې څخه د هوفیان له سیمې هاخوا پورې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت