د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۰
arozgan

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین او براورد ترسره کړ.

ښاغلی مولوي روح الله وایي، یاده چاره یې د دغه ولایت د محترم مقام په غوښتنه ترسره کړه، چې په کې 118 متره ساتندوی دېوال، یو پخلنځی، د اوبو سیستم شامل دي.

د نوموړي په خبره، یاد تخنیکي ټیم دغه راز د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ لپاره بند خونې، څلور څلور بابه د ساتونکو خونې، ټاورونه او د اوبو سیستم د جوړېدو لپاره چارې ترسره کړې.

د معلوماتو له مخې، په یادو چارو کې معیاري پلانونه، ډیزاینونه او براوردونه جوړ او ترتیب شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان وردک کې د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د احاطې دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست د احاطې د دیوال او سایبان د جوړولو له پروژې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت