د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د سروې او توپوګرافۍ چارې ترسره شوې
۱۴۴۷/۹/۲۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ ته سفر وکړ.
جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم له کابل ورغلي ټیم سره په ګډه د مردیان ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه د سروې او توپوګرافۍ چارې ترسره کړې.
د دواړو ریاستونو ګډ ټیم مردیان ولسوالۍ ته ولاړ، څو د سیمې د تفصیلي پلان لپاره اړینې تخنیکي ارزونې او سروې ترسره کړي.
د سفر په لړ کې د پلاوي غړو د ولسوالۍ له ولسوال، مخورو سپین ږیرو، د کلیو له مشرانو او د جوماتونو له ملا امامانو سره لیده کاته وکړه او د یاد پلان په اړه یې نظرونو تبادله کړل.
د دغو لیدنو په مهال د سیمې د پراختیا، ښاري نظم، د استوګنیزو ساحو تنظیم او د راتلونکو پراختیايي پروژو په اړه خبرې وشوې، او د سیمې د خلکو نظریات او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
وروسته له دې، د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي انجنیرانو د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له انجنیرانو سره په همغږۍ د مردیان ولسوالۍ اړوند ساحو کې د عملي سروې او توپوګرافۍ چارې پیل کړې.
تخنیکي ټیم د سیمې جغرافیایي وضعیت، د ځمکو حدود، د سړکونو مسیرونه او نور تخنیکي معلومات ثبت کړل.
د ساحوي کارونو تر بشپړېدو وروسته د سروې او توپوګرافۍ چارې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې، چې پر بنسټ به یې د مردیان ولسوالۍ تفصیلي پلان ترتیب او د راتلونکو ښاري پراختیايي پروګرامونو لپاره مهم بنسټ برابر شي.
