د ثبات د ټنګښت ملي پروګرام
Due
-
د ثبات ټنګښت ملي پروګرام د دولتي ادارو د زیربناو د جوړولو، سیمه اییزې حکومتولۍ د پياوړتيا او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره جوړه شوې، چې له دې لارې تر اوسه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۸۱ ساختماني او زیربنايي پروژې تطبیق شوې دي.
په دې پروژو کې د ولايتونو په کچه ۴۷ اداري تعمیرونه، په ولسوالیو کې ۱۲۰ اداري ودانۍ، ۲ روغتيايي کلینیکونه، ۲۲ ښونځي، ۱ پوهنتون، ۱ لوبغالی، د سکتوري ریاستونو ۱۱ اداري ودانۍ، ۴ کتابتونونه او ۷۳ نورې بېلابېلې چارې شاملې دي، چې په ۱۳۹۷ م کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دې پروژو له تطبیق سره، سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې شوې او هېوادوالو ته د خدماتو رسولو چارې هم چټکې شوي دي، چې په ترڅ کې يې ۱۶۳۹۶ کسانو ته په مستقیم ډول او لږ تر لږه سل زره نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.