د تقنیني اسنادو د فقهې ارزونې کمېټې لومړنۍ غونډه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۴۹
د کور او ښار جوړولو وزرات

۱۴۴۷/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د تقنیني اسنادو د فقهې ارزونې لپاره ځانګړې کمیټه جوړه کړه، چې خپله لومړنۍ غونډه یې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په تالار کې ترسره کړه.

د دې کیمټې مشر مولوي عبدالباري خدام وویل، په دې غونډه کې د پشتني بانک له لوري د اسلامي بانکدارۍ له اصولو سره سم، د ساختماني پروژو د تمویل یوه نوې طرحه وړاندې شوه چې د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.

د مولوي خدام په خبره، په دغه طرحه کې څلور مهم مالي میکانیزمونه شامل وو، چې متناقصه شراکت، استصناع، مرابحه او اجاره منتهی بالتملیک، بلل کېږي.

د غونډې برخه ‌والو دیني علماوو پرېکړه وکړه، چې یاد مالي میکانیزمونه به د حنفي فقهې له اصیلو او باوري فقهي سرچینو څخه فقهې تحلیل ته وړاندې شي.

د موضوعاتو فقهې ارزونه مشخصو علماوو ته وسپارل شوه، تر څو هغوی د راتلونکې غونډې تر جوړېدو مخکې خپلې څېړنې بشپړې او د کمېټې سکرتریت ته وسپاري .

اوسمهال یاد تمویلي اسناد د فقهې له نظره تر ژور تحلیل او ارزونې لاندې دي، چې د ارزونې پایلې به له بشپړېدو وروسته له اړوندو بنسټونو سره شریکې شي.

د یادولو وړ ده، چې دا کمېټه د اسلامي اصولو پر بنسټ د کور او ښار جوړولو سکتور د حقوقي او مالي اسنادو فقهې تطابق یقیني کوي، ترڅو پرمختیایي پروژې هم له شرعي اصولو سره سمې وي او هم له حقوقي پلوه اعتبار ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت