د ترینکوټ ښار په ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۱۱
ترینکوت

۱۴۴۷/۰۷/۰۸

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتي ټیم له لوري د ترینکوټ ښار د ټولو ناحیو څخه نظارت ترسره شو.

یاد نظارت د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شو، چې موخه یې د ښاري تخلفاتو مخنیوی، ارزونه او د ښاري پلانونو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول وو.

د نظارت پر مهال ښاریانو ته لارښوونه وشوه چې خپل تاسیسات د ښاري پلانونو او د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د طرزالعمل مطابق ترسره کړي.

همدارنګه هغو اشخاصو ته چې غوښتل یې په استوګنیزو نمرو کې سوداګریز دوکانونه جوړ کړي، عامه پوهاوی ورکړل شو چې دا ډول کړنې تخلف بلل کېږي او ټینګار وشو چې په استوګنیزو نمرو کې باید یوازې استوګنیز کورونه جوړ شي.

سربېره پر دې، د ښار اوسېدونکو ته د ښاري پلانونو اړوند معلومات وړاندې شول او د پلان مطابق شنې ساحې، استوګنیزې ساحې او سوداګریزې ساحې ورته په نښه او ور وپېژندل شوې.

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري نظم د ټینګښت، د ناقانونه تاسیساتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د معیاري تطبیق په موخه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې دوامدار نظارتونه ترسره کوي. دا چارې د ښاري سرغړونو د کمښت، عامه پوهاوي د لوړولو او منظم ښاري پراختیا لپاره بنسټیز اهمیت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د کندهار ښار د نهمې ناحیې په مارکیټونو کې د سرغړونو د اصلاح لپاره څارنه او خبرتیا ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د کندهار ښار اړوند د نهمې ناحیې په دوو مارکیټونو کې چې پیکونه یې په عامه پلې‌لارو کې ځای پر ځای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې له ښاري سرغړونو څخه څارنه او عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار پنځمې ناحیې، کمپنۍ سړک، له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري سرغړونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د یاد وزارت د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د نظارت ریاست اړوند تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت