د بدخشان په فیض اباد ښار کې سوداګریز مارکېټ جوړېږي

۱۴۴۶/۰۱/۰۳
بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولی الله اللهي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په فیض اباد ښار کې د یو سوداګریز مارکېټ د جوړلوو په موخه توپوګرافي سروې وکړه.
ښاغلی مولوي ولي الله اللهي وایي، یاد سوداګریز مارکېټ د فیض اباد د محترمې ښاروالۍ له لوري جوړېږي چې د یادې ښاروالۍ په غوښتنه یې سروې ترسره شوه.
نوموړی وایي، په سروې کې ټول اړخونه په پام کې ونیول شول او په نږدې راتلونکي کې به د فیض اباد د محترمې ښاروالۍ لخوا جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سوداګریز او اداري تعمیرونو او مارکېټونو د جوړولو په موخه ساحې سروې کوي، پلان څارې او د ودانیزو چارو په مهال څارنه کوي.