د بدخشان ولايت د پهندرې ښوونځي د جوړېدو چارې نږدې بشپړېدنکي دي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت د يفتل پائين ولسوالۍ په پهندرې قريه کې د لس صنفي ښوونځي د جوړېدو چارې ۹۶ سلنه بشپړې شوي او په نږدې ورځو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
دا ښوونځی په ۶۷۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۷ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سيمې زدهکوونکو او ښوونکو هغه ستونزې حل شي چې د ښوونځي ودانۍ د نشتون له امله ورسره مخ وو.