د بدخشان د شغنان ولسوالي اداري کمپلکس ودانۍ ورغول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د بدخشان ولايت د شغنان ولسوالۍ اداري کمپلکس ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه په درې پوړيز ډول د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۷ ميلیونه ۱۸۷ زره ۵۴۰ افغانيو ورغول شوه چې ۱۷ کاري خونې، يو د غونډو تالار، يو پخلنځای، ۹ بابه تشنابونه او يو ګودام لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.