د امربالمعروف وزارت اړوند مسجد شریف د څارنې تر بشپړ پړاو وروسته تیار شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵۱
مسجد

۱۴۴۷/۰۶/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د بنسټیزو پروژو د نظارت او تطبیق ریاست تخنیکي ټیم د امربالمعروف و نهی عن المنکر د شکایاتو اورېدلو وزارت اړوند مسجد شریف پروژې څخه منظم او دوامدار نظارت ترسره کړی دی.

د بنسټیژو پروژو د نظارت او تطبیق ریاست محترم رئیس وایي، د ترسره شویو څارنو پایلې ښيي چې د پروژې ټول تخنیکي کارونه د منظور شوو احجامو مطابق په بشپړ ډول عملي شوي دي، او پروژه ۱۰۰ سلنه بشپړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، اوس مهال د پروژې ځینې وروستۍ ارزونې د یاد وزارت له لوري روانې دي، چې د بنسټیزو پروژو د نظارت او تطبیق ریاست تخنیکي ټیم یې په ګډه ارزونه کې همکاري کوي.

دا پروژه د ښار جوړونې د معیارونو، تخنیکي اصولو او کیفیتي شرایطو په پام کې نیولو سره ترسره شوې ده، چې له بشپړېدو سره به یې محلي وګړي د دیني او ټولنیزو فعالیتونو لپاره له یو معیاري او مجهز مسجد څخه برخمن شي.

د مسجد شریف پروژه د امربالمعروف و نهی عن المنکر د شکایاتو اورېدلو وزارت په غوښتنه پیل شوې وه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د بنسټیزو پروژو د نظارت او تطبیق ریاست د تخنیکي ټیم تر نږدې څارنې لاندې پرمخ تللې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت