د ارګون ولسوالۍ د تفصیلي پلان په اړه خبرې وشوې
۱۴۴۵/۱۱/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې، د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد ، د دې ولایت د علماؤ شورا مشر محترم شیخ عبدالقدوس عظیمي، د ارګون ولسوالۍ محترم ښاروال جلالي، د پکتیکا پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ محترم رئیس انجنیر محمد ګل شرعي او نورو اړوندو مسؤلینو سره وکتل.
په دغه ناسته کې، د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ تفصیلي پلان کې د شته ستونزو پر اصلاح ، حل لارو او د پوهنتون لپاره پر تفصیلي پلان خبرې وشوې.
په ناسته کې، د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد د یاد تفصیلی پلان په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د پکتیکا ښار کې لوړ پوړیزو ودانیو او شنو ساحو تر منځ واټن کم دی چې په خبره یې اړتیا ده په تفصیلي پلان کې ورته پاملرنه وشي.
دغه راز نوموړي وویل، د سړکونو پراختیا، د ځینو سوداګریزو مارکېټونو شنې سیمې او د موټرو تمځایونو ترمنځ واټن زیات دی، چې په وینا یې اړتیا ده کم شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د د ارګون ولسوالۍ تفصیلي پلان او د پکتیکا پوهنتون پلان په اړه اړوندو انجنیرانو ته سپارښتنه وکړه، چې په پلان کې دې ستونزې په نښه او د حل لپاره یې دې لاس په کار شي.