د ارزګان ښار په څلورو ناحیو او د خیرو کاریز په ښاري سیمو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۶/۶
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د ښار په لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې ناحیو او د خیرو کاریز په ښاري سیمو کې د ساختماني فعالیتونو او ښاري وضعیت د څارنې په موخه لیدنه ترسره شوه.
د یادې څارنې موخه د ښاري پلانونو د تطبیق، د ساختماني اصولو او مقرراتو د رعایت او د غیرقانوني ساختماني فعالیتونو د مخنیوي په موخه د ښاري سیمو ارزونه وه.
د څارنې په پایله کې کوم نوي ښاري تخلفات ونه لیدل شول؛ خو د هغو سرغړونو په اړه چې مخکې ترسره شوې وې، اړوند معلومات له وزارت مقام او ذیربطو ادارو سره شریک شوي، څو د قانوني او اداري اقداماتو له لارې یې د دوام مخنیوی وشي.
همدارنګه، د څارنې تخنیکي ټیم له ښاریانو سره د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعملونو او اصولو په اړه لازم معلومات شریک کړل، څو په راتلونکي کې ساختماني فعالیتونه د منظور شویو ښاري پلانونو او معیارونو مطابق ترسره کړي.
