د ارزګان د پوهنتون ودانۍ چارې روانې دي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار په دشت عیدګاه ساحه کې د پوهنتون ودانۍ چارې روانې کړي دي.
یاد ودانۍ په ۱۲۴۹ متر مربع ځمکه په درې پوړو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیایي بودیجې په ۳۷ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږې.