د آریا ښارګوټي له چارو څخه لومړنۍ تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو مخینوي عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم ، د کابل ښار د لسمې ناحیې د آریا ښارګوټي له بېلابېلو برخو څخه لومړنۍ تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د یادې څارنې پر مهال د ښارګوټي د تطبیق شوي پلان، استوګنیزو او سوداګریزو برخو، عامه تأسیساتو، د سړکونو، کانالیزاسیون او برېښنا شبکو وضعیت په لومړني ډول وارزول شو.
همدارنګه، د ښارګوټي له مسئولینو څخه د تطبیق شویو پلانونو، د ملکیت اسنادو او نورو اړوندو تخنیکي اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه وشوه، ترڅو له هر اړخیزې ارزونې وروسته د ښارګوټي د وضعیت په اړه تخنیکي راپور د لازم تصمیم نیولو لپاره د وزارت مشرتابه ته وړاندې شي.
د دغو څارنو موخه د تصویب شویو ښاري پلانونو د دقیق تطبیق ډاډمنول، د غیرمعیاري ودانیزو فعالیتونو مخنیوی، د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو ساتنه، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.
