دایکندي کې د دوه ټولګټو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۸:۱۹
دایکندی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت د خدیر ولسوالۍ اداري ودانۍ رغنیزې چارې ۳۳ سلنه او د دې ولایت په مرکز کې د ښارجوړولو ریاست ودانۍ رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې کړي دي.

د خدیر ولسوالۍ اداري ودانۍ په ۴۷۹ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۱ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د ښارجوړولو ریاست اداري ودانۍ په ۲۱۸ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ټولګټو او ملي پروژو تطبیق ته ژمن دی څو وکولای شي له دې لارې د لرې پرتو سیمو خلکو او ښاریانو په ټولنیز ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په استالف ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسیدګۍ ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم، د یاد ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني تر لارښوونې لاندې، د استالف ولسوالۍ ته سفر وکړ او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۲:۵۲
Background image

د کونړ ولایت د ترانسپورت امریت ودانۍ لپاره د ساحو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله طلحه وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګډ هئیت په شتون کې،  د ترانسپورت امریت لپاره د نوې اداري ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

BACK TO NEWS