خوست کې د يو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د خوست ولايت په موسی خيل ولسوالۍ کې د لجهمنګل ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۵ ميليونه ۲۶۹ زره افغانيو د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې پر مټ ورغول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له لارې په روان کال کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې د ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.