جوزجان ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه سروې شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۲:۱۸
جوزجان

۱۴۴۶/۰۸/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې جوزجان ولایت کې (5003.95) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.

ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د جوزجان – اندخوی پر لویه لاره د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو په پار سروې کړه.

نوموړی وایي، له دغې سروې یې موخه دا وه چې یاده ساحه کې د مهاجرینو لپاره منظم ښارګوټي جوړ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت چې د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، په ټولو ولایتونو کې یې د مهاجرینو د مېشت کېدو په موخه د ښارګوټو جوړولو په پار د ځمکو تشخیص، سروې او پلان جوړول پیل کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۸
Background image

د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې پراختیايي ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې پراختیايي ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ښار د استقلال ښارګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو د پاتې چارو له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د عمومي ریاست اړوند، د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار اتمې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند ولایت د احمدشاهي مېنې د درېیم قسمت د سړکونو د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د احمدشاهي مېنې په درېیمه برخه کې د تفصیلي پلان د تطبیق په موخه د سړکونو د خط اچونې عملي چارې پیل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت