تخار کې څه باندې ۱۷۶ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۰:۱۲
تخار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو  بانک  برنامې د پلي کېدو پر مهال د تخار ولایت اړوندو سېمو  په ۳۰۸ قطعو کې ۱۷۶۲۳۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۷۲۸۹۷ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۳۳۳۷ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۳
Background image

په ننګرهار کې د مستوفیت ریاست د جومات د جوړولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په مالي ملاتړ، د مستوفیت ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د هرات جامع جومات د بیا رغونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د تاریخي ابداتو د ساتنې آمریت، د اطلاعات او فرهنګ ریاست د حکم پر اساس، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په ختیځ زون کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

۱۴۴۷/۰۵/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، د ختیځ زون ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت