تخار کې د حضرت عبدالله ښوونځي رغنیزې چارې له ۲۰ سلنې واوښتې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۱۸ - ۶:۴۲
تخار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په تخار ولایت کې د حضرت عبدالله منځني ښوونځي رغنیزې چارې ۲۹ سلنه بشپړې کړي او د روان کال تر پایه پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا ۱۰ صنفي ښوونځی د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په کیوان کلي کې په ۸۳۳ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۴ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د دې پروژې له تطبیق سره به په رستاق ولسوالۍ کې زده کوونکو او ښوونکو ته د تدریس او زده کړې مناسبه زمینه برابره شي او همداراز یو شمېر نورې کورنۍ به هم دېته وهڅیږي چې خپل بچیان ښوونځي ته ولیږي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۸
Background image

په جوزجان کې د غله ‌منډوي مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

له ودانیزو پروژو څارنه او مدیریت د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت دی، چې په بشپړې ژمنتیا دغه مسؤلیت سرته رسوي.

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۵۳
Background image

د کابل ښار په جنگلک سیمه کې د استوګنیزو کورونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د جنگلک په سیمه کې د استوګنیزو حویلیو د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو د څاه د کیندلو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو د تأمین په موخه د اوبو د څاه د کیندلو چارې په بریالیتوب سره بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.

د دې پروژې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت