تخار ولایت کې څه باندې ۳۵۷ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ښارجوړولو او ځمکو وزارت هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ،تخار ولایت اړوندو سېمو کې په ۳۴۵ قطعو کې ، ۱۸۰ زره او ۸۲۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۱۷۷زره او ۴۸۹ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۳ زره او ۳۳۸ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ، ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه سروې او ثبت کړي دي.