بلخ کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۶
بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت بلخ ولایت کې د غصب پر وړاندې د مبارزې په لړ کې په تازه توګه په دوو پړاوونو کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد کړه.

د دې اندازې ځمکې په لومړي پړاو کې د حیرتانو په دوه لاري کې څه باندې ۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد او پرې جوړ شوي ملکیتونه هم وران شول.

پر دې سربېره د مزار شریف ښار ته نږدې په دشت شور سیمه کې هم څه باندې ۱۵ زره جریبه غصب شوې ځمکې له ډلې څه باندې ۷۰ سلنه ځمکه استرداد شوې او پاتې ۳۰ فيصده باندې چې ښارګوټي جوړ شوي دي، ډېر ژر به استرداد شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همدا رنګه د دغې اندازې دولتي ځمکې د غصب په تړاو په لسګونه تنه غاصبین هم پېژندلي دي او ډېر ژر به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د پوښتنو او ګروېږنو لپاره ور وپېژني.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بلخ ولایت کې له ۱۸۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې څخه څه باندې ۸۰ زره جریبه یې استرداد کړې او ژمنه کوي چې پاتې نوره به هم ډير ژر استرداد کړي.

د یادونې ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې پر استرداد سربېره، ۱۸۸۲۳ غاصبین پېژندلي او له دې ډلې يې ۱۵۸۲۳ تنه عدلي او قضايي ارګانونو ته هم ور پېژندلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۱۵
Background image

په غزني ولایت کې د صنعتي پارک د مهمې پروژې د طرحې او ډیزاین چارې بشپړې او منظور شوې

۴۷/۹/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د غزني ولایت د اسفنده د سپکو صنايعو صنعتي پارک اړوند تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په نهه ولایتونو کې نږدې اووه زره استوګنیزې نمرې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو ووېشل شوې

۱۴۴۷/۹/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې تر دې دمه په نهه ولایتونو کې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو باندې شپږ زره، شپږ سوه او څلور څلوېښت (۶۶۴۴) استوګنیزې نمرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل ښار پنځمې ناحیې کې د قطري استوګنیز ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه  وشو

۱۴۴۷/۰۹/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې په خوشحال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت