بلخ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي لپاره د ۱۴۵۲۵ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ اړوند د سیاه ګرد په سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره د ۱۴۵۲۵ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه.
یاده سروې د عصري بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په وسیله ترسره شوې، چې موخه یې د مهاجرینو د استوګنې لپاره د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړولو په منظور د تفصیلي پلان د ترتیبولو لپاره د اړینو تخنیکي معلوماتو راټولول دي.
د دې سروې له پایلو څخه به د سیمې د جغرافیایي او تخنیکي ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره د ښارګوټي د پلان جوړونې په بهیر کې استفاده وشي.
