بدخشان کې د قدق قريې لپاره د ښوونځي د جوړېدو چارې له ۲۰ سلنه ډيرې پر مخ تللي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت د یفتل پائين ولسوالۍ په قدق قريه کې د شپږ صنفي ښوونځي د جوړولو چارې ۲۸ سلنه پرمخ وړي او ټاکل شوې د روان کال په نيمایي کې يې بشپړې کړي.
دا ودانۍ په ۶۴۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختيایي بوديجې څخه په ۱۸ ميلیونه ۷۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو سره غواړي چې ښوونيز بهير لا ګړندی کړي او زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د زدهکړې مناسب چاپېريال برابر کړي.